د ډنماركۍ وزيرې لخوا حضرت محمد ص ته سپكاوى
د ډنمارك د هېواد د كډوالۍ او مطابقت د چارو وزيرې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د هغو ناوړه كاريكاتورونو نه دفاع وكړه چې څو كاله وړاندې په همدې هېواد كې د يوې ورځپاڼې لخوا چاپ شوي وو.
د ډنمارك د هېواد د كډوالۍ او مطابقت د چارو وزيرې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د هغو ناوړه كاريكاتورونو نه دفاع وكړه چې څو كاله وړاندې په همدې هېواد كې د يوې ورځپاڼې لخوا چاپ شوي وو.
اينګر ستويبرګ د حضرت محمد ص د كاريكاتورونو په اړه چې د ميليونونو مسلمانانو سخت غبرګون يې را پارولى و، وويل چې بايد پدې كاريكاتورنو باندې افتخار وشي.
ستويبرګ د ډنمارك د ويبورګ په ښار كې د يو موزيم لخوا `` د رنسانس راهيسې په هنر كې دين ته سپكاوى`` تر نامه لاندې نندارتون كې د حضرت محمد ص د كاريكاتورنو پر نشتوالي نيوكه وكړه.
نوموړې د خپل ټويټر له حسابه پدې اړه وليكل چې `` د محمد په كاريكاتورونو باندې بايد افتخار وكړو``
د اينګر ستويبرګ دې څرګندونو په ټولنيزه مېډيا كې د يو زيات شمېر مسلمانانو غبرګون را وپارولو.
د بله پلوه د موزيم چارواكو څرګنده كړه چې هوډ نه لري چې په ۲۰۰۵م كال كې د يو ډنماركي كاريكاتوريست لخوا مسلمانانو ته سپكاوي نه ډك كاريكاتورونه يو ځل بيا نندارې ته وړاندې كړي.
د ډنمارك لومړي وزير لارس راسموسن پدې اړه وويل چې `` شخصاً پر هېڅ يو كاريكاتور باندې افتخار نه كوم.``