په انګلستان کې د یو جومات په امام د چړې برید وشو.
په انګلستان کې اسلام دښمنو د جومات په امام خونړی برید وکړ
813113
په انګلستان کې د یو جومات په امام د چړې برید وشو.
د انګلستان د مانچستر په ښار کې د یو اسلامي مرکز په امام برید وشو .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د اسلام دښمنې ډلې لخوا شوی دی . د اسلام دښمنې ډلې یو تن غړي د ډاکټر خالد انیس په نامه په امام د چړې برید کړی دی.
امام چې د غړۍ نه سخت ټپي شوی وو په روغتون کې د تداوۍ لانډې نیول شوی دی.د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې بیا د نوموړي امام د یو تن نږدې ملګري ډاکټر کوردي له قوله لیکلي دي چې د امام روغتیايي حالت ښه دی.
هغه ویلي دي چې د جومات په امام د ماښام لمانځه نه وروسته هله برید وشو چې د جومات نه راووت او د کور پر لورې روان وو.