دا ځل د بهرنيو چارو وزير پاكستان ته خبردارى وكړ

د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير ريكس تېلرسن هم پر پاكستان تور ولګولو چې د ترهګرو لپاره پټنځايونه برابروي.

795194
دا ځل د بهرنيو چارو وزير پاكستان ته خبردارى وكړ

 

تېلرسن د بي بي سي سره په مركه كې پاكستان ته خبردارى وركړ چې په خپل اوسني سياست كې له بدلونه د سرغړونې په صورت كې به د امريكا په نزد خپل ځانګړى موقف له لاسه وركړي.

پاكستان د امريكا نږدې متفق دى او هر كال په ميلياردونو ډالره مرسته ترلاسه كوي. تېلرسن څرګنده كړه  د پاكستان لخوا په خپل سياست كې د نه بدلون په صورت كې به ددې مرستو پر سر له سره غور وشي. نوموړي وويل چې ``كه چېرې پاكستان په خپل هېواد كې د ترهګرو ډلو پر وړاندې په خپل دريځ كې بدلون را نه وړي، دا مرستې به د بحث وړ شي. د پاكستان لخوا اړوند اقدامات به د دوى په ګټه وي.``

تېلرسن همداراز وويل چې باثباته پاكستان د امريكا په ګټه دى. د نوموړي په وينا په پاكستان كې د اتومي وسلو د امنيت او خونديتوب له امله اندېښمن دي.

تېلرسن په افغانستان كې د روانې جګړې په اړه وويل چې دا جګړه كېداى شي موږ ونه ګټو خو طالبان به يې هم ونه ګټي.

د يادولو وړ ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ د افغانستان لپاره د نوې ستراتېژۍ په اړه د خبرو پر مهال پاكستان د ترهګرو لپاره جنت وباله او له دې هېواده يې په خپل سياست كې د بدلون غوښتنه وكړه.



اړوند خبرونه