په اسپانیا کې  د تیرو ۱۲ ساعتونو په دننه کې دریم  ترهګریز  برید وشو.

په اسپانیا کې درې پرپسې ترهګریز بریدونه وشول

792142
په اسپانیا کې  د تیرو ۱۲ ساعتونو په دننه کې دریم  ترهګریز  برید وشو.

په اسپانیا کې  د تیرو ۱۲ ساعتونو په دننه کې دریم  ترهګریز  برید وشو.

د اسپانیا پولیسو  په بارسلونا ښار کې  د ترهګریز برید نه وروسته  الکانر په ښار کې چاودنې او ورپسې بیا  د کامبریلز په ښار کې د وسله وال برید نه خبر ورکړ.

د اسپانیا  پولیسو  ویلي دي چې  د بارسلونا  د برید نه وروسته  د نوموړي ښار سویل لوري ته  پروت  د کامبریلز په ښار کې ترهګر د پولیسو سره په نښته کې ښکیل شول.

پدې نښته کې  پولیسو  ۵ تنه ترهګر  چې  په ځانمرګیو واسکټونو هم  سمبال ول  د خپو وغورځول.

پولیسو ویلي دي چې  نوموړو وژل شوو  پنځو تنو ترهګرو  د بارسلونا  د ښار د برید او د ماښام په ساعتونو کې  د الکانر په سیمه کې د چاودنې سره هم  تړاو  درلود.

پولیسو ویلي دي چې  د وژل شوو ترهګرو  ځانمرګي واسکټونه به  په کنټرولي  ډول سره شنډ  او ولوزول شي.

د بله پلوه  د یاد شوي  ښار  د روغتیا چارواکیو ویلي دي چې  پدې برید کې  د یو تن پولیس په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي  ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  پرون  د ماښام په ساعتونو کې  یو تن ترهګر د موټر سره  د بارسلونا ښار په یوې ګڼه ګوڼه سیمه کې  په لارویانو  برید وکړ  چې له امله يي ۱۳ تنه مړه  او نږدې  سل تنه نور ټپیان  شول.

همداشان  ددې برید نه وروسته  د بارسلونا ښار په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د الکانر په ښار کې په یو کور کې  چاودنه وشوه چې له امله يي یو تن ژوند  د لاسه ورکړ. پولیسو ویلي وو چې دا چاودنه  هم  د بارسلونا  د برید سره تړاو لري.

د برید مسئولیت  د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.



اړوند خبرونه