په امريكا كې د موټر په واسطه پر پليو كسانو بريد

د امريكا د باسټن په ښار كې يو موټر چلوونكي د موټر په واسطه په پليو كسانو ختلى دى.

763817
په امريكا كې د موټر په واسطه پر پليو كسانو بريد

 

د امريكا د باسټن په ښار كې يو موټر چلوونكي د موټر په واسطه په پليو كسانو ختلى دى.

دا پېښه د باسټن په ښار كې د لوګان هوايي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده. د لومړنيو معلوماتو له مخې په پېښه كې يو زيات شمېر كسان ټپيان شوي دي.

پوليس د پېښې سيمې ته رسېدلي دي خو دا لا معلومه نه ده چې دا پېښه ترهګري عمل دى او كه ترافيكي پېښه.

دا په داسې حال كې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په لندن كې په ورته ترهګري پېښه كې چې داعش پر غاړه واخيستله، شپږ تنه وژل شوي ول


پيوندونه: #نړۍ , #امريكا , #باسټن

اړوند خبرونه