په كوكاكولا روږدى طوطي

د استراليا د سيډني په ښار كې يو طوطي چې د يو نانواى په شاوخوا كې ژوند كوي، پر كوكاكولا روږدى شوى دى.

763813
په كوكاكولا روږدى طوطي

 

 

دا طوطي چې د سيډني د ښار په لوېديځ كې د لانډفيلډ په سيمه كې ژوند كوي، د مور په نامه د واټ د يو نانواى نابللى مېلمه دى. د نانواى خاوند طوطي ته كېك، روټ او كوكاكولا وركوي.

دا ډول طوطيان معمولاً د ونو پاڼې او زڼي خوري خو دا طوطي چې كله وږى شي د نانواى په دروازه كې تر هغې ولاړ وي چې كېك او كوكاكولا ورته وركړل شي.

د سيمې اوسېدونكي له دې حالته خوشاله دي. دوى وايي چې ددې طوطي د شهرت له امله يې كورني او بهرني سيلانيان سيمې ته را مات شوي دي. هره ورځ سلګونه كسان ددې طوطي د كوكاكولا د څښلو ننداره كوي.


پيوندونه: #طوطي , #استراليا

اړوند خبرونه