د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ.
په امریکا کې د یوې اوونۍ په دننه کې دویمه الوتکه راوغورځیده
د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د ویسکونسین ایالت شمالي لورې ته پروت په فیلیپس ښار کې الوتکې سقوط وکړ چې په پایله کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د یاد شوي ایالت د چارواکیو په وینا الوتکه د شیکاګو نه د کاناډا پر لورې روانه وه چې د نامعلوم لامل له امله په فیلیپس ښار کې راوغورځیده.
په الوتکه کې سپرو ۶ واړو مساپرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د امریکا د ټرانسپورت د امنیت ادارې ویلي دي چې د الوتکې د پیلوټ او هوايي ټرافیک د کنټرول د کارکوونکو ترمنځه د هوا د حالاتو په اړه د لنډو خبرو نه وروسته د رادار سره د الوتکې اړیکه پرې شوه.
وروسته د الوتکې د لا درکه کیدو خبر ورکړ شو. د پلټنو په پایله کې الوتکه په فیلیپس ښار کې د دوو لویو لارو ترمنځه غورځیدلې وه.
د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم په امریکا کې یوه کوچنۍ الوتکه په لویه لاره کې په عمومي سړک غورځیدلې وه.