د امريكا لخوا پر ۶ مسلمانو هېوادونو نسبي بنديز پيل شو.

د ټرمپ د ادارې لخوا د نړۍ د ۶ مسلمانو هېوادونو پر هېوادوالو باندې امريكا ته د راتګ په اړه د بنديز طرحه چې ددې هېواد د سترې محكمې لخوا په نسبي ډول تاييد شوې وه، عملي كيږي.

762444

دا طرحه پخوا د مارچ په مياشت كې د ټرمپ د ادارې لخوا اعلان شوې خو وروسته بيا د ځايي محكمې لخوا رد شوه. دا طرحه نن په امريكا كې عملي كيږي. د امريكايي چارواكو د معلوماتو پر اساس په هوايي ډګرونو كې د ستونزو د نه رامنځته كېدلو په موخه تدابير نيول شوي دي.

ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت د يو تن چارواكي په وينا د سوريې، ايران، لېبيا، سوډان، سوماليا او يمن د هېوادونونو د هېوادوالو لخوا د ويزې لپاره د مراجعې پر مهال په امريكا كې د خپلوۍ د شرط په پاڼه كې د `نامزدۍ` كټه ګوري هم اضافه شوې ده. پدې ډول ددې هېوادونو د هېوادوالو د ويزې د وركولو پر مهال، په امريكا كې د دوى د پلار، مور، اولادونو، زوم، نګور او نامزد په څېر د خلكو شتوالى شرط بلل شوى دى.

ددې پرته د خپلوۍ نورې اړيكې نه منل كيږي.

اړوند خبرونه