امریکا متحده ایالتونو د ۷ تنو سمندري سرتیرو مړي وموندل شول.
امریکا نن اعلان وکړ چې د جاپان په سمندر کې د لادرکه شوو سرتیرو مړي موندلي دي
امریکا متحده ایالتونو د ۷ تنو سمندري سرتیرو مړي وموندل شول.
د یادولو وړ ده چې د تیرې خالي په ورځ د امریکا متحده ایالتونو USS Fıtzgerald په نامه جنګي کښتۍ د جاپان په سواحلو کې د یوې باروړونکې کښتۍ سره د جنګیدو نه وروسته ۷ تنه امریکايي سرتیري سمندر ته غورځیدلي او لادرکه شوي وو.
امریکا نن دوشنبه د جون ۱۹ مه اعلان وکړ چې ۷ واړه سمندري سرتیرو مړي موندلي دي.
ویل کیږي نوموړي سرتیري د کښتۍ د جنیګدو پر مهال ویده ول چې د جنګیدو د شدت له امله نوموړي سرتیري د اوبو د څپو سره سمندر ته وغورځیدل.
د ویلو ده چې پدې پیښه کې د امریکا جنګي کښتۍ چې د سپسیفیک د سیمې د امنیت په خاطر يي د جاپاني سمندري ځواکونو سره په ګډه دنده ترسره کوله ستر زیان رسیدلی دی. د کښتۍ ډیرې برخې زیانمنې شوي دي.
کښتۍ د فیلیپین د هیواد د بیرغ لرونکې باروړونکې کښتۍ سره د جنیګدو نه وروسته وچې ته راویستل شوه. پدې پيښه کې ګڼ شمیر امریکايي پرسونل ټپیان شوي هم وو