د افغانستان په اړه د امریکا تریخ  خو حقیقي  اعتراف.

د امریکا د دفاع وزیر : په افغانستان کې بریالي نه یو.

752071
د افغانستان په اړه د امریکا تریخ  خو حقیقي  اعتراف.

د افغانستان په اړه د امریکا تریخ  خو حقیقي  اعتراف.

د امریکا  د دفاع وزیر جیم متیس  ویلي دي چې  هیواد يي په افغانستان کې روانه جګړه  ګټلې نده  او په راتلوونکې میاشت کې به  د افغانستان په اړه  نوې ستراتیژې  کانګرس ته وړاندې کړي.

هغه  دا څرګندونې  د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې ته وکړې. د امریکا  د دفاع وزیر جیم متیس  د لوی درستیز جوزیف ډانفورد سره یو ځای  د مشرانو جرګې  د وسله والو خدماتو د کمیټې پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د ۲۰۱۸ کال د دفاعي بودیجې په اړه هم  د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

د امریکا د مشرانو په جرګه کې  د اریزونا  د ایالت استازي  جمهوري پلوه  مک کین په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه  د ټرامپ په ادارې د نیوکې سره وویل «  ۶ میاشتې کیږي چې  د دونالډ ټرامپ  ادارې په کار پیل کړی دی  خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې د افغانستان لپاره یوه ستراتیژي هم  نده جوړه کړې »

د امریکا  د دفاع وزیر متیس  د سناتور مک کین ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د افغانستان په اړه به څه وخت  ستراتیژي جوړه کړۍ؟ داسې وویل ، د راتلوونکې جولای میاشت  تر نیمايي پورې به  تاسې ته  په هړ اړخیزه توګه  معلومات درکړو. دم ګړۍ  په یوې ستراتیژۍ کار کوو ، پرته د ځنډه  او ځاني ضایعاتو غواړي چې  ځیني  ګامونه اوچت کړو. ددې مسلې په عاجلیت  ډیره ښه پوهیږو  او ستاسې نیوکې هم  پر ځای دي.

دفاع وزیر متیس  په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د سناتور مک کین  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې «  زه  د افغانستان  د مسلې په  عاجلیت  ډیر ښه پوهیږم، همداشان پدې هم  ښه پوهیږم چې  دا زما  مسئولیت  دی. روانې ستراتيژۍ ته په کتو سره  مونږ په افغانستان کې  کوم بری  نه لرو، هر څه ژر  به  دا ستراتيژي اصلاح کړو.»

د یادولو وړ ده چې  امریکا  دم ګړۍ په افغانستان کې  ۹۸۰۰ تنه سرتیري  لري. همداشان امریکايي چارواکي  وخت نا وخته  پدې اعتراف کوي چې  په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ  دي  او امنیتي حالات  د طالبانو په ګټه  کې قرار لري.   



اړوند خبرونه