د امریکا د ولسمشر ټرامپ پر خلاف اقامه د دعوا وشوه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ پر خلاف د اساسي قانون نه د سرغړونې له امله اقامه د دعوا وشوله.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ پر خلاف د اساسي قانون نه د سرغړونې له امله اقامه د دعوا وشوله.
د امریکا د ماریلنډ او واشنګټن ډي سي ایالتونو ځايي ادارو او څارنوالانو د ولسمشر ټرامپ پر خلاف د کانګرس د تایید او خبر نه پرته د بهرنیو عناصرو نه د شخصي ګټې د ترلاسه کولو په ادعا په محکمه کې اقامه د دعوا کړې ده .
د واشنګټن ډي سي لوی څارنوال ډیموکراټ کارل ای راسین او د ماریلنډ ایالت لوی څارنوال ډیموکراټ براین فروش په ګډه خبري ناسته کې وویل چې « ټرامپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د خپلو سوداګریزو چارو نه لاس ندی اخیستی او پدې موده کې د بهرنیو هیوادونو او سرچینو نه د پام وړ عواید ترلاسه کړي او دا بهیر دوام لري. هغوې ویلي دي چې د همدې امله يي د ولسمشر ټرامپ پر خلاف اقامه د دعوا کړې ده .
دواړو څارنوالانو ویلي دي چې ولسمشر ټرامپ لخوا تر اوسه پورې د مالیې د نه اعاده کولو مسله پخپله د قانون نه سرغړونه ده.
د واشنګټن ډي سي لوی څارنوال ویلي دي چې په پلازمینه واشنګټڼ کې د ټرامپ انټرنیشنل هوټل چې خاوند يي پخپله ټرامپ دی په غیرې مستقیمه توګه د بهرنیو سرچینو نه ډیر زیات عواید ترلاسه کړي دي . ټرامپ د نوموړو عوایدو په اړه کانګرس ته هیڅډول معلوماتو او حتا خبر هم ندی ورکړی چې دا پخپله د قوانینو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
هغه ویلي دي چې په امریکا کې تر اوسه پورې هیڅکوم ولسمشر پدې اندازه د اساسي قانون د حکمونو نه سرغړونه نده کړې. هغه ویلي دي چې ټرامپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته په قوانینو عمل نکوي.
د ماریلنډ لوی څارنوال هم ویلي دي چې په یاد شوي ایالت کې د ټرامپ اړوند سوداګریز مرکزونه د نورو سوداګریزو مرکزونو په پرتله لا زیات عواید او اسانتیاوې ترلاسه کوي چې دا د ټولو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی. هغه ویلي دي چې پدې برخه کې باید د ټرامپ مخه ونیول شي.
د بله پلوه د سپینې ماڼۍ ویاند شیان سپایسر بیا خبري غونډې ته ویلي دي چې دواړه هغه څارنوالان چې د ولسمشر ټرامپ پر خلاف يي اقامه د دعوا کړې ده د ډیموکراټ ګوند غړي دي. هغه ویلي دي چې دا دعوا هیڅډول بڼسټ نلري.
هغه ویلي دي چې دا ډول دعوا ګانې ددوې لپاره کوم ارزښت نلري .
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر د روان میلادي کال د جون په شلمه نیټه د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه څو ورځې مخکې تجاري چارې د خپل زوی په نوم کړي دي. خو پدې موده کې د ټرامپ پر خلاف ۳ ځله دعواګانې پرانیستل شوي دي.
خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا د دولتي ادارو لخوا د ولسمشر ټرامپ پر خلاف اقامه د دعوا کیږي.
که چیرې فدرال محکمې قاضي د دعوا د دوام پریکړه وکړي د ولسمشر ټرامپ مالیاتي اسنادو په ګډون یو زیات شمیر برخې به وڅیړل شي.