د جرمني د مونیخ په ښار کې د ریل ګاډې په تم ځای کې وسله وال نښته وشوه.
د جرمني د مونیخ په ښار کې د ریل ګاډي په تم ځای کې وسله والې نښتې له امله د جرمني سربیره په سویډن کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي
د جرمني د مونیخ په ښار کې د ریل ګاډې په تم ځای کې وسله وال نښته وشوه.
د جرمني نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نښته د مونیخ ښار د اونترفوخرینګ د ریل ګاډي په تم کې رامنځته شوې ده .
د وسله والې نښتې له امله د ریل ګاډي په تم کې ټول مساپر تخلیه کړې شول. د نوموړې پيښې نه وروسته په ټول هیواد کې کلک امنیتي تدابیر ونیول شول.
د بله پلوه پولیسو ویلي دي کیدای شي چې دا پیښه ترهګریزه پیښه نوي.
پولیسو ویلي دي چې دم ګړۍ حالات تر کنټرول لاندې نیول شوي دي او د وسله والې نښتې په تړاو يي یو تن نیولی دی .
د ویلو ده چې د نوموړې پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د پولیسو چورلکې او یو زیات شمیر امبولانسونه د پيښې سیمې ته واستول شول.
د ریل ګاډي د تم ځای په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په وسله واله نښته کې د یو تن د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
ځیني خبري اژانسونو بیا ویلي دي چې پدې پیښه کې یوه ښځینه پولیسه په سر ټپۍ شوې ده .