په ننګرهار کې په امریکايي سرتیرو خونړی برید وشو
افغان سرتیري امریکايي سرتیري ووژل
د افغانستان په ختیځ کې یو تن افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو خونړی برید وکړ.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګياني خبري رسنیو ته وویل چې یو تن افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو ډزې وکړې چې له امله يي دوه تنه امریکايي سرتیري مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې افغان سرتیری هم د امریکايي سرتیرو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
هغه ویلي دي چې پیښه د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
امریکايي ځواکونو د پیښې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د روان کال د مارچ په میاشت کې هم په هلمند ولایت کې یو تن افغان سرتیري په امریکايي سرتیرو ډزې کړې وې چې له امله يي ۳ تنه سرتیري ټپیان کړي وو.
په افغانستان کې وخت نا وخته دا ډول پیښې رامنځته کیږي.
اړوند خبرونه
اروپايي ټولنې له سوري کډوالو سره د دوه میلیارده یورو مرستې ژمنه وکړه.
د سوریې او سیمې د راتلونکي لپاره د ملاتړ اتم کنفرانس د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړ شو.