ډنمارک د فلسطیني میرمنو د یوې مدني ټولنې سره ترسره کړې مرستې بیرته غواړي.
ډنمارک د اسراییلو په غوښتنه د فلسطیني میرمنو د مدني ټولنو سره همکاري ودرلوله
ډنمارک د فلسطیني میرمنو د یوې مدني ټولنې سره ترسره کړې مرستې بیرته غواړي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت د ښځو د چارو د تخنیکي کمیټې (WATC ) په نامه د فلسطیني میرمنو د ملکي ټولنې سره د همکاریو د درولو نه خبر ورکړی دی . همداشان ډنمارک د یادې شوې نه ددوې لخوا ورسره د شوو مرستې د واپس کولو غوښتنه کړې ده .
د ډنمارک حکومت دا کار د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په غوښتنه کړی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو یو څه موده مخکې د ډنمارک لومړي وزیر لارس لوکي راسموسن سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او د بعضو فلسطیني ملکي ټولنو سره يي د نوموړي هیواد د مرستو له امله انديښنه څرګنده کړه. نتنیاهو هر څه ژر د فلسطیني ټولنو سره د مرستو او همکارۍ د درولو غوښتنه وکړه.
همداشان نتنیاهو تیره میاشت د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر نه هم د اسراییلو نه د لیدنې پر مهال د فلسطیني ملکي ټولنو سره مرستې او همکارۍ د درولو غوښتنه وکړه. نتنیاهو ویلي وو چې د ډنمارک مرستې ځینو هغو ډلو لاسته غورځیږي چې اسراییل په رسمیت نه پیژني.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت د ښځو د چارو د تخنیکي کمیټې په نامه د فلسطیني میرمنو د ملکي ټولنې سره د همکاریو د درولو لامل د نوموړو نه د بعضو اسنادو پټول په ګوته کړي دي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې یادې شوې ټولنې یوه فلسطیني میرمن چې ددوې د ترهګرو په لست کې شامله ده دوه ته د ښځو د چارو د یوې فعالې او موډلې په توګه معرفي کړې ده .