په کشمیر کې په هنډي سرتیرو خونړی برید وشو.
وسله والو په کشمیر کې په هندي ځواکونو خونړی برید وکړ
745105
په کشمیر کې په هنډي سرتیرو خونړی برید وشو.
د مقبوضه کشمیر د اسلام آباد په ولسوالۍ کې د زیرین مندا په سیمه کې د هندي ځواکونو په کتار وسله وال برید وشو.
د سیمې نه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په هندي ځواکونو د سیمې نه د تیریدو پر مهال وسله وال برید شوی دی چې په پایله کې ۲ تنه مړه او ۴ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
د برید نه وروسته هندي پولیسو او پوځي سرتیرو سیمه محاصره کړه او د برید کوونکو د نیولو په خاطر يي د پلټنې په عملیاتو پیل کړی دی .
ویل کیږی په هندي ځواکونو پداسې حال کې برید شوی دی چې د هند د پوځ مشر او د قوتونو قومندانان د مقبوضه کشمیر نه په لیدنې بوخت دي.