امریکا بالستیک توغندیو شنډونکی دفاعي توغندی وازمایه
امریکا د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندي د ازمایلو نه یوه ورځ وروسته دفاعي توغندی وازمایه
امریکا متحده ایالتونو د شمالي کوریا لخوا پرله پسې د بالستیک توغندیو د ازمایښت نه وروسته تیره ورځ د بالستیک توغندي شنډونکی دفاعي توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې « د امریکا د دفاعي توغندیو اژانس د هوايي ځواکونو او شمالي امریکا د ساحوي ځواکونو د قومندانۍ سره په ګډه منځ واټنه د بالستیک توغندیو شنډونکی دفاعي توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.»
په څرګندونو کې راغلي دي چې دا توغندی د کلفورونیا ایالت واندربرګ د هوايي هډې نه د مارشال د هډو نه د توغول شوي بالستیک توغندي د لمنځه وړو په خاطر وتوغول شو چې په بریالیتوب سره يي بالستیک توغندی په هوا کې له منځه یوړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا د امریکا د بالستیک توغندیو د دفاعي سیستم لومړنی حقیقي ازمایښت وو او د لومړي ځل لپاره د حقیقي توغندي سره دا ازمایښت ترسره شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا دفاعي توغندی د یو زیات شمیر سانسورونو او د پسیفیک په اقیانوس کې د امریکا د ایکس باند په نامه د رادارونو نه د دښمن د توغندي په اړه معلومات ترلاسه کوي او توغندی په لنډه موده کې له منځه وړي.
د امریکا د دفاعي توغندیو د اژانس مشر جیم سیرینګ ویلي دي چې « دا یو ستر بریالیتوب دی. ددې توغندي سره به امریکا خاوره لا زیات خوندي شي. دا د امریکا د خاورې د خوندیتوب په خاطر د روانو هلو ځلو په چوکاټ کې یو ډیر مهم ګام دی.»
د یادولو وړ ده چې امریکا پداسې حال کې دا د بالستیک توغندي شنډونکی دفاعي توغندی وازمایه چې شمالي کوریا د تیرې دوشنبې په ورځ یو ځل بیا سکاټ ډوله بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمایښتونو د سویلي کوریا او جاپان سربیره امریکا هم اندیښمنه کړې ده .