په امریکا کې په وسله والو بریدونو کې ۸ تنه ووژل شول
د امریکا متحده ایالتونو د میسیسیپي په ایالت کې په وسله وال برید کې ۸ تنه ووژل شول.
د امریکا متحده ایالتونو د میسیسیپي په ایالت کې په وسله وال برید کې ۸ تنه ووژل شول.
د میسیسیپي ایالت د جنایي جرمونو د تحقیقاتو د ادارې ویاند وارین سترین خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه په دریو کورونو کې جلا جلا وسله وال بریدونه شوي دي.
هغه وویل چې پدې پیښه کې د سیمې د پولیسو د کمیسار مرستیال هم وژل شوی دی.
ویاند وویل چې برید د کوربي ګاډبولټ په نامه د یو تن لخوا شوي وو چې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
برید کوونکي په خپل جرم اعتراف کړی او پښیماني ښودلې ده. برید کوونکي ویلي ډي چې هغه نور د ژوند کولو لایق ندی.
برید کوونکي ویلي دي ګمان يي نه کولو چې د پولیسو لخوا ژوندی ونیول شي. هغه وویل چې د پولیسو سره يي د وسله والې نښتې نه وروسته يي ګمان کولو چې د پولیسو لخوا به وویشتل شي.
دا لا معلومه نده چې نوموړي دا کسان ولې وژلي دي.