د امریکا د ویرجینیا ایالت فدرال تمیز محکمې د ټرامپ غوښتنه رد کړه
د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو په ویزو او امریکا ته په راننوتو د بندیز لګولو اړوند د ټرامپ دویم فرمان داځل د فدرال تمیز محکمې لخوا رد شو
په امریکا متحده ایالتونو کې یوې فدرال تمیز محکمې د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو په ویزې او امریکا ته په راننوتلو د بندیز اړوند د ولسمشر دونالد ټرامپ لخوا د صادر شوي فرمان د نافذیدو په خاطر د عدلیې د وزارت غوښتنه رد کړه.
د امریکا د عدلیې وزارت د فدرال محکمې لخوا د ولسمشر دونالد ټرامپ هغه فرمان چې له مخې د ۶ اسلامي هیوادونو په وګړو د ویزې او امریکا ته په راننوتو بندیز لګول شوی وو د ځنډولو نه وروسته د فدرال تمیز محکمې دروازه وټکوله.
د عدلیې وزارت د فدرال تمیز محکمې نه د ولسمشر ټرامپ د فرمان د ځنډولو اړوند د فدرال محکمې د پریکړې د ماتولو او ددې فرمان د نافذولو غوښتنه وکړه.
د ویرجینیا ایالت فدرال تمیز محکمې د عدلیې د وزارت دا غوښتنه رد کړه.
د ویرجینیا ایالت د فدرال تمیز محکمې مشر روګر ګریګوري د مسلې په اړه خبریالانو ته وویل چې ، ولسمشر ټرامپ په خپل دې فرمان کې یواځې د یو دین په لارویانو د بندیز لګولو هڅه کړې ده چې دا د هیواد د اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
د امریکا د عدلیې وزیر بیا د فدرال تمیز محکمې د پریکړې نه وروسته ویلي دي چې پدې پریکړه به اعتراض وکړي.
د عدلیې وزیر د فدرال تمیز محکمې د پریکړې نه وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « د امریکا د عدلیې وزارت به د خپلو هیوادوالو د امنیت او هر ډول ګواښونو نه د ساتولو په خاطر د خپلو ټولو صلاحیتونو او توان نه کار واخلي. د سترې محکمې نه به د فدرال تمیز محکمې په پریکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړو.»
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ د دندې د پيلولو نه یواځې یوه اوونۍ وروسته یعنې د جون په ۲۷ مه نیټه د یو فرمان په صادرولو سره په ۷ اسلامي هیوادونو په وګړو د ویزې او امریکا ته په راننوتو بندیز ولګو. د ټرامپ دا فرمان بیا د واشنګټن ایالت د یوې فدرال محکمې لخوا وځنډول شو.
ټرامپ د دویم ځل لپاره پدې اړه د یو بل فرمان په صادرولو سره داځل د شپږو اسلامي هیوادونو په وګړو د ویزې او امریکا ته په راننوتولو د بندیز لګولو پریکړه وکړه. د ټرامپ دویم فرمان هم د محکمې لخوا وځنډول شو.
د ټرامپ ادارې د محکمې د پریکړې د ماتولو په خاطر تمیز محکمې ته مراجعه وکړه چې د تمیز محکمې لخوا هم رد شوه.