امریکا خپل تر ټولو پر مختللې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د روسیې سره په پولو کې ځای په ځای کړې.
امریکا متحده ایالتونو خپل تر ټولو پر مختللې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د روسیې سره په پولو کې ځای په ځای کړې.
امریکا متحده ایالتونو خپل تر ټولو پر مختللې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د روسیې سره په پولو کې ځای په ځای کړې.
د امریکا هوايي ځواکونو قومندانۍ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، دوه اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د انګلستان د لاکن هیلت د هوايي هډې نه د ۲۰ تنو هوايي پرسونل سره د استونیا د امیري هډې ته استولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پنځم نسل جنګي الوتکې اف ۳۵ به په اروپا کې د لومړي ځل لپاره په تطبیقاتو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د اوږدې مودې راهیسې په یاده شوې هوايي هډه کې د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د ځای په ځای کولو په پلان خبرې روانې وې. دا مسله د موجودو پیښو سره کوم تړاو نلري او په استونیا کې د نوموړو الوتکو ځای په ځای کولو نه موخه د متفقینو سره د همکارۍ د کچې لوړول دي.
اف ۳۵ ډوله الف الوتکو ته به د اروپا هوايي حریم وروپیژندل شي. ددې سربیره به دا اقدام په سیمه کې د امریکا متفقینو او شریکانو ته د سولې او امنیت په برخه کې ډاډ ورکړي.
پنځم نسل پرمختللې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په دریو جلا جلا کټګوریو کې الف – ب او ج کې تولیدیږي.
د ویلو ده چې اف ۳۵ ډوله الوتکې د ترکیې په ګډون د نړۍ د ۹ هیوادونو لخوا په ګډه تولیدیږي. ترکیې ۱۰۷ اف ۳۵ ډوله الوتکې فرمایش ورکړي دي. تمه کیږي چې د نوموړو الوتکو لومړنۍ چوپه تر ۲۰۱۸ کاله ترکیې ته وسپارل شي.