شمالي کوریا  یو ځل بیا  امریکا ته ګواښ وکړ.

شمالي کوریا ویلي دي چې هر شیبه چې وغواړي د امریکا جنګي کښتۍ په سمندر کې ډوبولی شي

718813
شمالي کوریا  یو ځل بیا  امریکا ته ګواښ وکړ.

شمالي کوریا  یو ځل بیا  امریکا ته ګواښ وکړ.

امریکا متحده ایالتونو چې  د شمالي کوریا د اټومي ازمایښت  د مخنیوي او یا هم  د نوموړي هیواد د ډارولو په موخه  کوریا ټاپو وزمې ته  د الوتکو  د کښتۍ سربیره  یو زیات شمیر جنګي کښتۍ  استولي دي ، شمالي کوریا  بیا امریکا کړی دی چې « ټولې کښتۍ به مو په سمندر کې  ډوبي کړو. »

د شمالي کوریا د کارګر ګوند رسمي خبري ارګان  رودونګ سینوم   ویلي دي چې  د شمالي کوریا  پوځ  خپلو جنګي  بیړیو ته  د سیمې پر لورې د روانیدو  امر کړی دی. همداشان شمالي کوریا ویلي دي چې  ددوې سمندري ځواکونه د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکا  د کارل وینسون په نامه  د جنګي الوتکو د کښتۍ سربیره  د ټولو جنګي کښتیو  د لمنځه وړ  او په سمندر کې په ډوبولو  قادر  دي. شمالي کوریا ویلي دي « هر شیبه چې وغواړي  د امریکا جنګي کښتۍ له منځه وړلی  شي.»

همداشان په  یاد  شوي خبري اژانس  کې د شمالي کوریا  د کارګر ګوند  لخوا په خپره شوې  مقاله کې  راغلي دي چې  « د شمالي کوریا لخوا  نړۍ ته  د خپل عسکري ځواک او طاقت د ښودلو په خاطر  د امریکا جنګي کښتۍ په سمندر کې  ډوبول به  تر ټولو  غوره لار وي. زمونږ  انقلابي ځواکونه  یواځې په یو ګوزار کې  د امریکا  تر ټولو د لویې کښتۍ چې په اټومي وسلې سمبال ده د   لمنځه وړو او په سمندر کې ډوبولو ته هر ډول تیاری لري.»

د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ  د نوموړي هیواد تر ټولو لویې او د جنګي الوتکو  کښتۍ  او نورو جنګي کښتیو ته  کوریا ټاپو وزمې ته  د تلو امر کړی دی. امریکا  ولسمشر دا اقدام  د شمالي کوریا لخوا پرله پسې د بالستیک توغندیو د ازمایښتونو په غبرګون کې وکړ.

د ویلو ده چې  د تیرو دوو میاشتو راهیسې  په دومداره توګه  امریکا  او شمالي کوریا یو بل ته ګواښونه کوي.



اړوند خبرونه