په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د څارونکو په موټر چاودنه وشوه.
د اوکراین په ختیځ کې د لوګانس په سیمه کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د څار د دفتر په کارکوونکو چاودنه وشوه.
718816
په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د څارونکو په موټر چاودنه وشوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د اوکراین په ختیځ کې رامنځته شوه. په پیښه کې یو تن امریکايي ژوند د لاسه ورکړی او یوه الماني میرمن پکې ټپۍ شوې ده .
د اوکراین په ختیځ کې د لوګانس په سیمه کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د څار د دفتر په کارکوونکو چاودنه وشوه.
د چاودنې لامل لا تر اوسه پورې معلوم شوی ندی. خو د سیمې امنیتي سرچینو ویلي دي کیدای شي چې د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د کارکوونکو موټر په ماین ختلی وي.
د لومړنیو شمیرو له مخې په پيښه کې یو تن امریکايي وګړي ژوند د لاسه ورکړی او د جرمني د هیواد یوه میرمن پکې سخته ټپۍ شوې ده .
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې پدې پيښه کې دوه تنه هیوادوال ټپیان شوي دي.