پاریس کې د تیرې شپې د خونړي برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
تیره شپه د فرانسې د پلازمینې پاریس په زړه کې د شانزلیزې په جاده کې په پولیسو وسله وال برید وشو.
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د تیرې شپې د خونړي برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
د ویلو ده چې تیره شپه د فرانسې د پلازمینې پاریس په زړه کې د شانزلیزې په جاده کې په پولیسو وسله وال برید وشو.
په برید کې دوه تنه پولیس مړه او بل ټپي شو. د برید کوونکو نه یو په نښته کې د نورو پولیسو لخوا ووژل شو.
برید کوونکي په کلاشینکوف سمبال وو. د فرانسې ولسمشر اولاندا د برید نه وروسته وویل چې دا یو ترهګریز برید دی.
د هغه د څرګندونو نه وروسته بیا د برید مسئولیت د داعش ترهګرې دلې په غاړه واخیست.
د فرانسې پولیسو د برید په اړه وویل چې برید د دوو تنو برید کوونکو لخوا شوی دی چې یو يي په نښته کې د ووژل شو او بل يي په تیښته بریالی شوی دی.
د ویلو ده چې دا برید پداسې حال کې کیږي چې فرانسه یواځې دوه ورځې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې کوي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د ایټالیا د لومړي وزیر سره د لیدنې نه وروسته دواړو په خبري غونډه کې ګډون وکړ. ټرامپ او د ایټالیا لومړي وزیر د پاریس برید په کلکو ټکو وغنده او د فرانسې خلکو او دولت سره خواخوږي څرګنده کړه.
ټرامپ وویل چې د پاریس برید په کلکو ټکو غندم او د فرانسې خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. هغه وویل چې دا برید نورو ترهګریزو بریدونو ته ورته دی چې د همدې امله باید قوي تدابیر ونیسو.
د بله پلوه د برید نه وروسته د فرانسې ولسمشر اولاندا د وزیرانو شورا بیړني غونډه جوړه کړه.
د فرانسې خبري رسنیو ویلي دي چې برید کوونکی ابو یوسف البلژیکي نومیږي او د پولیسو سره جرمني سابقه هم لري. د برید کوونکي په کور کې پلټنې پیل شوي دي.