د پاريس په زړه كې وسله وال بريد
د فرانسې پلازمېنې پاريس كې د ښار په تر ټولو مهمې او توريستي واټ شامپس ليزه كې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
717426
د فرانسې پلازمېنې پاريس كې د ښار په تر ټولو مهمې او توريستي واټ شامپس ليزه كې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې دا بريد د لږ تر لږه دوو تنو بريدګرو لخوا په پوليسو ترسره شوى دى. د لومړنيو شمېرو له مخې په بريد كې يو تن پوليس وژل شوى او بل ټپي شوى دى.
بريدګر هم د پوليسو لخوا د متقابلو ډزو كې وژل شوى دى. د دويم بريدګر د عاقبت په اړه معلومات نشته دى.
دا لا معلومه نه ده چې بريد چا ترسره كړى دى.
تر اوسه پورې كومې ډلې هم د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
پوليسو دا واټ د ترافيكو پرمخ تړلى او د دويم بريد د احتمال له امله پراخه امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.