په بورما کې  د اوبو   په فیستیوال کې  ۲۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په بورما کې د اوبو په فیستیوال کې تر ۱۳۰۰ تنو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

715043
په بورما کې  د اوبو   په فیستیوال کې  ۲۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په بورما کې  د اوبو   په فیستیوال کې  ۲۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په بورما کې د تنګ یان د  اوبو په څلور ورځني فیستیوال کې  د رامنځته شوو پیښو له امله ۲۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۰۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بورما  امنیتي چارواکیو ویلي دي چې  د تنګ یان د اوبو په فیستیوال کې چې هر کال جوړیږي  ډیر زیات جنایات  ترسره کیږي. په سږني  فیستیوال کې  تر ۱۲۰۰ ډیرې پیښې ثبت  شوي دي  چې له امله يي ۲۸۵ تنه مړه  او ۱۰۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

تیر کال  په فیستیوال کې  ۹۶۷ پیښې ثبت شوې وې چې  له امله يي ۲۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو چې سږ کال بیا  د پيښو کچه  لوړه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې  د اوبو فیستیوال  د بورما سربیره  په ټایلنډ  او کمبودیا کې هم  جوړیږي. ددې فیستیوال  په ترڅ کې  خلک  په یو بل  اوبه شیندې  او ددوې په اند  د تیر کال  د ګناهونو نه  پاکیږي.

پدې  فیستیوال کې  بیا  ډیر زیات جنایتونه  هم  رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه