د امریکا متحده ایالتونو لومړنۍ مسلمانه قاضۍ په سیند کې مړه وموندل شوه.
په امریکا کې مسلمانه قاضۍ په سیند کې مړه وموندل شوه
د امریکا متحده ایالتونو لومړنۍ مسلمانه قاضۍ په سیند کې مړه وموندل شوه.
د امریکا د نیویارک ښار پولیسو ویلي دي چې د نیویارک او نیوجرسي د ایالتونو ترمنځه د هوډسون په سیند کې د یوې میرمنې مړۍ موندلی چې وروسته معلومه شوه چې مړی د نیویارک د یوې محکمۍ د قاضۍ صالحه عبدالسلام دی.
پولیسو ویلي دي چې تر اوسه پورې د صالحه عبدالسلام د مړینې لامل ناڅرګند دی. د صالحه عبدالسلام مړی د اتوپسي معایناتو په خاطر د عدلي طب ادارې ته سپارل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې ۶۵ کلنه صالحه عبدالسلام په امریکا کې لومړنۍ مسلمانه قاضۍ وه. هغه په ۱۹۹۱ کال کې د قاضۍ په توګه په دندې د ګمارولو سره د لومړۍ مسلمانې قاضۍ لقب ترلاسه کړی وو.
د نیویارک پولیسو ویلي دي چې د صالحه عبدالسلام میړه یوه ورځ مخکې د هغه د لادرکه کیدو په اړه پولیسو ته خبر ورکړی وو. د هغه مړی د ورځې په یوه بجه او ۴۵ دقیقو په سیند کې وموندل شو.
د هغه مړی مړی تشخیص کړی دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.