روسیې د امریکا په مقابل کې یو بل ګام اوچت کړ.
روسیې د سوریې په اړه د امریکا سره مخامخو ارتباطاتو کرښه پرې کړه
روسیې د امریکا په مقابل کې یو بل ګام اوچت کړ.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د اپریل اتمه د خالي د ورځې نه په اعتبار سره د سوریې په اړه د امریکا د دفاع وزارت سره د مستقیم ارتباط کرښه پرې کوو.
د روسیې د دفاع وزارت زیاته کړې ده چې دا د ارتباط کرښه په سوریه کې د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه چې د خالي ورځې په اعتبار سره به له فعاله وغورځیږي.
دا څرګندونې د روسیې د دفاع د وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وکړې.
هغه زیاته کړه چې په سوریه کې د الوتنو د امنیت په خاطر د امریکا سره شوی تړون هم فسخه شوی دی. د نوموړي تړون په چوکاټ کې د مخامخ ارتباط کرښه هم پرې شوې ده .
د یادولو وړ ده چې دا تړون د سوریې په هوايي حریم کې د امریکا او روسیې د الوتکو ترمنځه د احتمالي ستونزو او یا جنګیدو د مخنیوي په خاطر لاسلیک شوی وو. دواړو هیوادونو به د نوموړې مخامخ ارتباط کرښې له امله یو بل ته د خپلو الوتکو د الوتنو په اړه معلومات ورکول.
دا مسله کیدای شي چې په راتلوونکې کې د امریکا او روسیې ترمنځه ځینې ستونزې پيدا کړي.