د امریکا په سوریې د توغندیو د برید نه وروسته روسیې لومړنی غبرګون څرګند کړ.
روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه راوبلله .
د امریکا متحده ایالتونو لخوا په سوریې د توغندیو د برید نه وروسته روسیې لومړنی غبرګون څرګند کړ.
روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه راوبلله .
د امریکا متحده ایالتونو لخوا نن د سهار په وختي ساعتونو کې په سوریه کې د بشار اسد په هوايي هډو د توغندیو د بریدونو د ترسره کولو نه وروسته روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته راوبلله.
د ویلو ده چې د امریکا لخوا په سوریې برید په یو ځل د ټولې نړۍ پام سوریې مسلې ته راوګرځوه. د نړۍ خبري اژانسونو د وروستۍ دقیقې خبر په توګه پدې اړه خبرونه خپاره کړل.
د امریکا لخوا په سوریې د برید نه وروسته ټوله نړۍ پدې فکر کې ده چې روسیه به څه ډول غبرګون ښايي.
روسیې په لومړني غبرګون کې د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته راوبلله.
د یادولو وړ ده چې روسیه او ایران د اسد د رژیم تر ټولو قوي ملاتړ کوونکي دي.
روسیې د اسد د رژیم لخوا د کیمیايي وسلو د برید نه وروسته ویلي وو چې دا برید د اسد رژیم لخوا ندی ترسره شوی .
خو د امریکا د ولسمشر ټرامپ لخوا په کلکه توګه د نوموړي برید د غندنې او د ټولې نړۍ لخوا د سخت غبرګون د څرګندولو نه وروسته تیره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید وغنده او د برید نه يي د وحشي عمل په توګه یادونه وکړه.
د بله پلوه په سوریه کې د حمص د ولایت والي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د امریکا په بریدونو کې ځاني زیانونه هم اوښتي دي.