د امریکا لخوا په سوریې د برید نه وروسته د ټرامپ لومړنی غبرګون
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډو د برید کولو نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډو د برید کولو نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.
هغه وویل چې په سوریه د بریدونو امر دې ورکړی دی .
ټرامپ د سوریې د ادلب ښار د خان شیخون په سیمه کې د اسد رژیم لخوا په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو د بریدونو نه په یادونې سره وویل « سوري ډیکټاټور بشار اسد د تیرې سې شنبې په ورځ د کیمیايي وسلو یو ډير وحشي برید ترسره کړ. پدې باربر او وحشي برید کې یو زیات شمیر انسانان ، ښځې ، کوچنیانې او حتا د غیږې ماشومان د ډیرې بې انصافۍ او وحشي توګه په قتل ورسول شو. اسد د بې ګناه او مرستو ته محتاج یو زیات شمیر ښځو، نارینو ، کوچنیانو او حتا د ښکلو ماشومانو ژوند واخیست. د اسد لخوا د کیمیايي وسلو د برید د ترسره کولو په برخه کې هیڅ شک او شپهه شتون نلري. »
هغه زیاته کړه« نن شپې مې په سوریه کې په هغه هوايي هډو چې د کیمیايي وسلو په برید کې ترینه استفاده شوې ده د برید کولو امر ورکړ. په سوریه د توغندیو بریدونو د امریکا د امنیت په خاطر مهمه اړتیا وه. دا چې ددې مخکې ترسره شوي اقدامات ناکامه شوي دي د همدې امله د کډوال بحران اوس هم دوام لري. دې مسلې د سیمې استقرار ، امریکا او د امریکا متفقین د ګواښ سره مخامخ کړي دي.
نن شپه په ټولو مدني هیوادونو په سوریه کې د روانو قتل عامونو او هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي په خاطر د امریکا سره د یو ځای کیدو غږ کوم.»
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت د ټرامپ د څرګندونو نه لنډه موده مخکې په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډو د Tomahawk کروز توغندیو د برید نه خبر ورکړ.
پنتاګون ویلي دي چې پدې بریدونو کې د اسد د رژیم جنګي الوتکې، څغاستلیکې او د تیلو ډیپوګان له منځه وړي دي.