په روسیه کې په مترو د برید کوونکي هویت معلوم شو
د روسیې د سنت پیترزبورګ په ښار کې د مترو په تم ځای د برید کوونکي هویت معلوم شو.
د روسیې د سنت پیترزبورګ په ښار کې د مترو په تم ځای د برید کوونکي هویت معلوم شو.
روسیې ویلي دي چې د تیرې ورځې برید په خټه قیرغیز د روس وګړي اکبرجان جلیلوف لخوا شوی دی .
د بله پلوه د قیرقیزستان مقاماتو ویلي دي چې اکبرجان جلیلوف په ۱۹۹۵ کال کې په قیرغیزستان کې زیږیدلی دی چې وروسته يي د روسیې تابعیت اخیستی دی.
د روسیې خبري رسنو ویلي دي چې جلیلوف د امنیتي کمرو لخوا تثبیت شوی دی چې چاودیدونکي توکي د اسنادو په لاسي بکس کې مترو ته داخل کړي دي.
د روسي مقاماتو په وینا چاودنه د روسیې په ځايي وخت پرون د غرمې د ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
پدې پيښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بیلاروس د ولسمشر سره د لیدنې په خاطر سنت پيترزبورګ ښار ته راغلی وو. د نوموړې پیښې نه وروسته په ټوله روسیه او په ځانګړې توګه د مترو په تم ځایونو کې د امنیتي تدابیرو کچه لوړه شوې ده.