په روسیه کې د ۲۴ ساعتونو په دننه کې دویم ترهګریز برید رامنځته شو.
په روسیه کې داځل په پولیسو خونړی برید وشو
په روسیه کې د ۲۴ ساعتونو په دننه کې دویم ترهګریز برید رامنځته شو.
برید کوونکو داځل په پولیسو وسله وال برید وکړ.
د روسیې د استراخان په سیمه کې د پولیسو په موټر خونړی برید وشو چې په پایله کې ۲ تنه پولیسو ووژل شول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو په پولیسو د برید په خاطر لومړی سړک وتړه او ګڼه ګوڼه يي جوړه کړه. د ګڼې ګوڼې د جوړولو نه وروسته يي د پولیسو په موټر وسله وال برید وکړ.
دا برید پداسې حال کې کیږي چې تیره ورځ د روسیې د سنت پیترزبورګ په ښار کې د مترو په تم ځای بمي برید وشو.
د تیرې ورځې د برید نه لا ۲۴ ساعتونه نه وو تیر شوي چې دا ځل د هیواد په سویل کې د استراخان په ښار کې په پولیسو د خونړي برید خبر ورکړ شو.
د یاد شوي ښار والي دفتر لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې ترهګرو دوه تنه پولیس ووژل .
په څرګندونو کې راغلي دي چې پولیسو د یوې ټرافیکي پيښې په اړه راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د پيښې سیمې ته روان ول چې په لاره کې پرې وسله وال برید وشو.
په څرګندونو کې راغلي دي چې برید کوونکي د تیښته بریالي شوي دي.
همداشان د برید کوونکو موټر یو څه موده وروسته د پيښې ځای ته نږدې موندل شوی دی.
پولیسو د برید او برید کوونکو په اړه پراخه څیړنې پيل کړي دي.