ټرامپ : په یواځې ځان د شمالي کوریا اټومي پروګرام د درولو په خاطر به اقدام وکړي
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ ویلي دي چې په یواځې ځان هم د شمالي کوریا پر خلاف د عسکري اقدام لپاره پوره تیاری لري.
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ ویلي دي چې په یواځې ځان هم د شمالي کوریا پر خلاف د عسکري اقدام لپاره پوره تیاری لري.
ټرامپ ویلي دي که چیرې چین د شمالي کوریا د ستونزې په حل کې مرسته وکړي دا به د چین په خیر هم وي، که چیرې مرسته ونه کړي دا خبره به د هیچا په خیر نوي.
ټرامپ دا څرګندونې پداسې حال کې کړي دي چې دوه ورځې وروسته د چین ولسمشر شي جین پینګ امریکا ته سفر کوي. ټرامپ غواړي چې د چین په ولسمشر وار د مخې نه د شمالي کوریا د مسلې د حل په خاطر فشار راولي.
ټرامپ دا څرګندونې د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.
هغه ویلي دي چې امریکا د شمالي کوریا د اتومي ستونزې د حل په خاطر په یواځې ځان د هر ډول اقدام توان او ظرفیت لري. پدې برخه کې هیڅډول کومه ستونزه شتون نلري.
هغه د ګواښ په څیر ویلي دي « که چیرې چین د خپل نفوذ نه په استفادې سره د شمالي کوریا د اټومي پروګرام او توغندیو مسله حل نکړي امریکا به په یواځې ځان اقدام وکړي. »
هغه ویلي دي چې چین په شمالي کوریا د پام وړ نفوذ لري. که چیرې چین د شمالي کوریا د ستونزې د حل په برخه کې زمونږ سره مرسته وکړي او یا يي ونکړي دا د هغوې کار دی. که چیرې مرسته وکړي دا به د چین په خیر وي او که مرسته ونکړي دا به د هیچا په خیر نوي.
هغه ویلي دي که چیرې چین د شمالي کوریا د تهدیدونو د لمنځه وړو په مسلې قادر نوي امریکا حاضره ده چې دا تهدیدونه له منځه یوسي.
ټرامپ پداسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د راتلوونکې پنجشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د چین ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنې ته تیاری نیسي.
د بله پلوه د امریکا یو تن جګپوړي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د شمالي کوریا د آټومي پروګرام او توغندیو د درولو په خاطر یو اړخیز پروګرام او پلان جوړ شوی او ولسمشر ټرامپ ته وړاندې شوی دی. پدې پلان کې هرې برخې د غور لاندې نیول شوي دي.
شمالي کوریا چې یو څه موده مخکې امریکا په جګړې ګواښلې وه د ټرامپ د نوو څرګندونو په اړه يي لا تر اوسه څه ندي ویلي. یو څه موده مخکې شمالي کوریا ویلي وو چې د امریکا نه ډار نلري او دې هیواد سره جګړې ته پوره تیاری لري.