سیلاو او مځکې ښویدنې یو کلی د مځکې لاندې کړ.
په کولمبیا کې د زورورو بارانونو په پایله کې د رواتلو سیلابونو او مځکې ښوییدنې له امله یو کلی د مځکې لاندې شو.
سیلاو او مځکې ښویدنې یو کلی د مځکې لاندې کړ.
په کولمبیا کې د زورورو بارانونو په پایله کې د رواتلو سیلابونو او مځکې ښوییدنې له امله یو کلی د مځکې لاندې شو. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې تر اوسه پورې د ۲۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ تنو ډیر کسان لا درکه شوي دي.
د وژل شوو ۲۵۴ تنو نږدې ۵۰ تنه يي ماشومان دي.
د کولمبیا پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سیلاونو او مځکې ښویدو له امله تر اوسه پورې ۲۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۴۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي. په پیښه کې تر ۲۰۰ ډیر کسان لا درکه شوي دي.
پیښه د کولمبیا د پوتون مایو په ولایت کې رامنځته شوې ده . د یاد شوي ولایت والي سورل اروکا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د سیلابونو او مځکې ښویدو فلاکت له امله رامنځته شوي ځاني او مالي زیانونه د اټکلونو نه ډیر لوړ دي.
هغه ویلي دي چې په ښار کې ځیني کلي په کامله توګه له منځه تللي دي.
د کولمبیا پوځ ویلي دي چې د ژغورنې چارې په چټکۍ سره دوام لري. د ژغورنې په چارو کې ۱۱۰۰ تنو پولیسو او سرتیرو هم ګډون کړی دی .
د کولمبیا چارواکیو د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده .
د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت کولمبیا ته د هر ډول مرستې لپاره تیاري ښودلې ده .