په موزمبیق  کې  الوتکې  سقوط وکړ.

د سویلي افریقا د هیوادونو نه  د موزمبیق  او زیمبابوې  په پوله کې  یوې الوتکې سقوط وکړ.

700386
په موزمبیق  کې  الوتکې  سقوط وکړ.

په موزمبیق  کې  الوتکې  سقوط وکړ.

د سویلي افریقا د هیوادونو نه  د موزمبیق  او زیمبابوې  په پوله کې  یوې الوتکې سقوط وکړ.

د ځايي خبري رسنیو د خبر له مخې  نوموړې  الوتکې  چې  د موزمبیق  د بایرا بندري ښار نه  د زیمبابوې  پلازمینې هارارا پر لورې الوتنه کړې وه  د دواړو هیوادونو په پوله کې  ولویده.

د موزمبیق  د پولیسو مشر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  الوتکه  د موزنبیق  پولو ته نږدې په غرنیزه سیمه کې  لویدلې ده .

هغه ویلي دي چې په پیښه کې  د دوو پيلوټانو او ۴ تنو مساپرو په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

هغه ویلي دي ګمان کیږي چې الوتکه  د سخت غبار په پایله کې د غره سره جنګیدلي وي.

هغه زیاته کړې ده چې د پيښې د قربانیانو مړي  د الوتکې نه  راویستل شوي دي او په چورلکه کې  زیمبابوې  ته انتقال شوي دي



اړوند خبرونه