په اوكراين كې د روسي سياستوال ترور
د اوكراين په پلازمېنه كېف كې د روسيې د پارلمان يو تن پخوانى غړى په مرموز ډول ترور شوى دى.
د اوكراين په پلازمېنه كېف كې د روسيې د پارلمان يو تن پخوانى غړى په مرموز ډول ترور شوى دى. دا پېښه نن له غرمې وروسته د كيف د ښار مركز ته نږدې رامنځته شوه.
د روسيې د پارلمان يو تن پخوانى غړى ډېنيس ورونېنكوف د وسله وال بريد په پايله كې ووژل شو. د كېف د پوليسو د معلوماتو پر اساس په پېښه كې د ورونينكوف يو تن ساتونكى هم ټپي شوى دى.
ورونينكوف د تېر كال په خزان كې له روسيې اوكراين ته راغلى وو او ددې هېواد تابعيت يې هم لغوه كړى وو. نوموړي ته د اوكراين تابعيت وركړل شوى وو.
د بله پلوه د اوكراين ولسمشر ددې پېښې پړه د روسيې پر استخباراتو واچوله او څرګنده يې كړه چې د ورونينكوف وژنه د روسيې د ` دولتي ترهګرۍ` وروستۍ بېلګه ده. نوموړي همداراز څرګنده كړه چې دا پېښه په داسې حال كې ترسره كيږي چې پرون د اوكراين د وسلو په تر ټولو لوى ډيپو كې چاودنه رامنځته شوه.
د كرملين لخوا د موضوع په اړه په خپره شوې اعلاميه كې بيا د اوكراين د ولسمشر ادعاګانې رد شوي دي.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.