د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ په اسلامي هیوادونو د بندیزونو په کړۍ کې یوه بله اضافه کړه.
د امریکا د ولسمشر ټرامپ لخوا په ځانګړې توګه په اسلامي هیوادونو بندیزونه دوام لري.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ په اسلامي هیوادونو د بندیزونو په کړۍ کې یوه بله اضافه کړه.
ټرامپ دا ځل د ۸ اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته د سفر پر مهال د موبایل ټیلیفون نه پرته نور د ټولو الکترونیک توکو لکه لپ ټاپ کمپیوټر، ایپد، تابلیت کمپیوټر او داسې نورو په انتقال بندیز ولګو.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له قوله لیکلي دي چې دا بندیز د اتو اسلامي هیوادونو د لسو هوايي ډګرونو نه چې په مستقیم ډول امریکا ته الوتنې لري شامل شوي دي.
د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې ټرامپ دا ځل د منځني ختیځ او شمالي افریقا د ۸ اسلامي هیوادونو د لسو نړۍوالو هوايي ډګرونو نه امریکا ته د سفر پر مهال د مساپرو سره د موبایل ټیلیفون نه پرته د نورو الکترونیک توکو په انتقال بندیز لګولی دی.
اناتولیا خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له قوله لیکلي دي چې ددینه وروسته د نوموړو لسو هوايي ډګرونو نه امریکا ته سفر کوونکي مساپر نشي کولی چې الوتکې ته د ځان سره لپ ټاپ کمپیوټر، ایپد، تابلیت کمپیوټر، ډي وي ډي او داسې نور الکترونیک توکي پورته کړي. امریکايي چارواکي ویلي دي چې مساپر د نوموړو الکترونیک توکو د انتقال په صورت کې مجبور دي چې د بګاژ برخې ته يي تسلیم کړي.
امریکايي چارواکي ویلي دي چې دا بندیز به د نن نه په اعتبار سره پيل شي. دا معلومه نده چې دا بندیز به څومره دوام وکړي.
د بله پلوه یو تن امریکايي چارواکي د نوموړي هیواد د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې دا پریکړه یو څه موده مخکې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا په یمن کې د القاعدې په یو پټن ځای د چاپې اچولو او دلته د ځینو مهمو استخباراتو او اسنادو د ترلاسه کیدو نه وروسته وشوه.
د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا د مسلې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې پدې اړه يي په یادو ۸ هیوادونو کې د خپلو سفارت خانو له لارې هوايي کرښو شرکتونو ته خبر ورکړی دی .
دا هیوادونه په لانډې ډول دي.
۱ – مصر – د قاهرې هوايي ډګر ۳ - مراکش – د کازابلانکا هوايي ډګر
۲ - اردن - د عمان هوايي ډګر ۴ - قطر - د دوحې هوايي ډګر
۵ – سعودي عربستان - د ریاض او جدې هوايي ډګرونه
۶ - متحده عربي امارات - د دوبۍ او ابو ظبۍ هوايي ډګرونه
۷ – کویټ - د کویټ هوايي ډګر
۸ - ترکیه - د استانبول هوايي ډګر.
د ویلو ده چې د اردن او سعودي عربستان د هوايي شرکتونو د نوموړې ادعا پخلی کړی دی او خپلو مساپرو ته يي هم پدې اړه معلومات ورکړي دي. نوموړو هوايي شرکتونو ویلي دي چې ددینه وروسته به امریکا ته د سفر پر مهال د موبایل ټیلیفون نه پرته نور الکترونیک توکي د الوتکې کابین ته د پورته کولو اجازه ورنکړي.