په اروپا کې په حجاب بندیزونه پیل شول

د اروپايي ټولنې د عالي محکمې لخوا د حجاب په اړه د پریکړې نه سمدلاسه وروسته  په اتریش کې  یوې خصوصي تعلیمي  ادارې په خپلو ټولو  ښځینه کارکوونکو د پړونې د په سرولو باندې بندیز ولګو.

692472
په اروپا کې په حجاب بندیزونه  پیل شول

 د اروپايي ټولنې د عالي محکمې لخوا د حجاب په اړه د پریکړې نه سمدلاسه وروسته  په اتریش کې  یوې خصوصي تعلیمي  ادارې په خپلو ټولو  ښځینه کارکوونکو د پړونې د په سرولو باندې بندیز ولګو.

د اروپايي ټولنې عالي محکمې  تیره ورځ  د حجاب په اړه پریکړه وکړه چې  د دولتي او خصوصي ادارو چارواکي  کولی شي چې  په خپلو کارکوونکو  د حجاب په سرولو باندې  بندیز ولګوي. اروپايي ټولنې عالي محکمې پریکړه وکړه چې  کارورکوونکي په کارګرانو باندې  د دیني، سیاسي او فلسفي سمبولو د په سرولو باندې  بندیز لګولی شي.

د اروپا د عالي محکمې د پریکړې سمدلاسه وروسته  د اتریش  بي اف ای  په نامه خصوصي تعلیمي ادارې په خپلو ټولو کارکوونکو د حجاب په په سرولو  بندیز ولګو.

د یادې شوې  تعلیمي ادارې  مشر  ویلهیلم تیچ  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  دوی  په ټولو  دیني سمبولونو پر سولو او اغوستو  بندیز ولګو.

هغه وویل چې ددوې په تعلیمي اداره کې  تر زرو ډیر کډوال  په زده کړو بوخت  دي خو دوی ته باید  د لویدیځې نړۍ کولتور  ورزده  او انتقال کړو. هغه وویل چې ددینه وروسته  ددوې په تعلیمي اداره کې ټول کارکوونکي  مجبور دي چې د لویدیځ د کولتور سره سم  جامې  واغوندي.

د بله پلوه  په اتریش کې  د اسلامي ټولنې مشر  ابراهیم اولګون  د حجاب په اړه د اروپايي ټولنې د عالي محکمې پریکړه ناسمه  او د خلکو ترمنځه  د نفاق او تضادونو پیدا کوونکې پریکړه وبلله. هغه ویلي دي چې محکمې  دا پریکړه  د اسلام فوبیا  تر اغیزو لاندې کړې ده . هغه وویل چې مونږ  دا پریکړه په کلکو ټکو غندو.

همداشان  د بښنې نړۍوال سازمان هم  د حجاب په اړه  د اروپا د عالي محکمې پریکړه  یوه ناسمه  ، بې ځایه  او  جنجالي  وبلله.

د بښنې نړۍوال سازمان  ویلي دي چې  د اروپا د عالي محکمې دا پریکړه  په اصل کې په ځانګړې توګه  په مسلمانو کارکوونکو چې د دیني او عقیدتي  اړتیاوو له امله  حجاب په سر وي  د کار  پر وړاندې  ستر خنډونه  رامنځته کوي. همداشان دا پریکړه د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض  او توکمپالنې ته مشروعیت ورکوي.

ترکیې هم  د اروپا د عالي محکمې پریکړه وغندله. د ترکیې د عدلیې وزیر د اروپا د عالي محکمې د پریکړه نه  د یوې ډیرې جنجالي  پریکړې په توګه یادونه وکړه. هغه ویلي دي چې د اروپا محکمې ددې پریکړې سره د اروپا ارزښتونه او عدالت د خپولاندې کړی دی.



اړوند خبرونه