په فرانسه كې پر يو ښوونځي وسله وال بريد
د فرانسې د ګرس په ښارګوټي كې پر يو ښوونځي باندې وسله وال بريد شوى دى.
692990
د لومړنيو معلوماتو له مخې پوليسو په سيمه كې له ټولو اوسېدونكو غوښتنه كړې ده چې له خپلو كورونو بهر ونه وځي. ويل كيږي چې بريد يو تن لخوا د ښوونځي پر مدير شوى دى چې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۲ تنه ټپيان شوي دي.
كه څه هم فرانسوي چارواكو تر بريد وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د تدابيرو د نيولو غوښتنه كړې ده خو ځايي چارواكي وايي چې تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده چې بريد د ترهګرو لخوا ترسره شوى او كه جنايي پېښه ده. د پېښې په اړه پوليسو يو تن نيولى هم دى.
اړوند خبرونه
اسپانیا د اسرائیلو پر خلاف یو بل مهم ګام اوچت کړ.
اسپانیا د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر خلاف د نسل وژنې په قضیه کې د ګډون پریکړه وکړه.