روسیې  په خپلې یوې عسکري هډه کې  په پټه  اټومي  توغندي  ځای په ځای کړي دي.

امریکا ومنله چې روسیې په خپلې یوې عسکري هډه کې اټومي توغندي ځای په ځای کړي دي

687591
روسیې  په خپلې یوې عسکري هډه کې  په پټه  اټومي  توغندي  ځای په ځای کړي دي.

روسیې  په خپلې یوې عسکري هډه کې  په پټه  اټومي  توغندي  ځای په ځای کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د لوی درستیز مرستیال  پاول سلوا  د روسیې لخوا په پټه توګه په یوې عسکري هډه کې  د اټومي توغندیو د ځای په ځای کولو  په اړه  د ادعاګانو پخلی وکړ.

پاول سلوا  ویلي دي چې  روسیې  د منځ واټنه اټومي توغندیو  د تړون نه په سرغړونې سره  په خپلې یوې عسکري هډه کې  اټومي  توغندي ځای په ځای کړي دي.

د یادولو وړ ده چې  تیره میاشت ځیني امریکايي خبري رسنیو د روسیې لخوا د کابوستین یار عسکري هډې نه   اټومي توغندي په یوې عملیاتي  هډه کې  د ځای په ځای کیدو ادعا وکړه.

 امریکايي خبري رسنیو ویلي وو چې روسیې  پدې وروستیو کلونو کې  جوړ کړی سي سي ای ۸ اټومي توغندي  چې په پټه يي  په بریالیتوب سره  ازمایلی وو  د ولګوګراد  په مربوطاتو کې  د کابوستین یار په عسکري هډه کې  ځای په ځای کړي وو  دا ځل  په یوې عملیاتي  هډه کې  ځای په ځای کړي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې  د امریکا یو رسمي مقام  د دې ادعاګانو پخلی کوي.

د امریکا  د لوی درستیز مرستیال پاول سلوا د ثنا مجلس  د وسله والو خدماتو کمیټې ته وویل « روسیې  په قصدي ډول  ناټو سازمان  او د ناټو د سازمان  تر کنټرول لاندې په سیمو کې  نظامي  تاسیساتو د ګواښ سره د مخامخولو په خاطر  د خپلو عسکري هډو نه په یوې کې  اټومي توغندي ځای په ځای کړي دي. »

هغې زیاته کړه چې  روسیې  د منځواټنه  اټومی توغندیو د تړون نه د سرغړونې سره  په خپله عسکري هډه کې  د مځکې نه توغیدونکي  اټومي توغندي  ځای په ځای کړي دي. کیدای شي چې  دا د سکاټ توغندي وي چې د اټومي سرګلولې د انتقال  ظرفیت ولري.

هغه وویل چې  د روسیې  ددې اقدام  سره د مخالفت ښکاره کولو په خاطر يي  روسي عسکري مقاماتو سره  د تماس په حال کې دي او پدې اړه به خپل مخالفت ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې  د روسیې  دې توغندیو  په اروپا  کې د ناټو او امریکا  ډیری  نظامي  تاسیساتو ته  ښکاره ګواښ مخامخ کړی دی .

هغه ددې  پوښتنې په  ځواب کې که چیرې روسیه  سره  تماس  مثبته پایله ورنکړي  په مقابل کې  څه ډول تدابیر په نظر کې لرۍ؟ داسې وویل، حکومت پدې اړه مونږ ته  ځینې وړاندیزونه کړي دي خو پدې اړه دلته معلومات ورکول  ناسمه  خبره ده.



اړوند خبرونه