د هرمز په تنګي کې د ایران او امریکا ترمنځه کړکیچ دوام لري.
د ایران سمندري ځواکونو په امریکايي بیړۍ تیری وکړ
د هرمز په تنګي کې د ایران او امریکا ترمنځه کړکیچ دوام لري.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی دی چې د هرمز په تنګي کې د ایران سمندري ځواکونو ددوې د لوې څارونکې کښتۍ مخه ونیوله او کښتۍ يي د مسیر بدلولو ته مجبوره کړې ده .
د پنټاګون ویاند ډګروال جیف داوس ویلي دي چې د ایران انقلاب ساتوونکو ځواکونو اړوند د هجوم کښتیو د هرمز تنګي نه د امریکا څیړونکې بیړۍ چې د تحت البحیري توغندیو د تثبیت په رادار سمبال ده د تیریدو پر مهال مخه نیولې ده. بیړۍ يي د مسیر بدلولو ته اړ ویستې ده .
ویاند ویلي دي چې ایراني سمندري ځواکونو دا کار په ډیره غیرې مسلکي توګه ترسره کړی او ددوې بیړۍ د ګواښ او خطر سره مخامخ کړې ده .
هغه ویلي دي چې ایراني سمندري ځواکونو دوه ورځې مخکې د عمان په سمندر کې هم د ددوې په یادې شوې بیړۍ تیری کړی دی او د کښتۍ تر ۱۵۰ مترۍ پورې رانږدې شوي وو.
ایران بیا د مسلې په اړه څه ندي ویلي.