شمالي کوریا په یو ځل څلور بالستیک توغندي وتوغول.
د شمالي کوریا لخوا توغول شوي بالستیک توغندي د جاپان په سمندر کې وغورځیدل
شمالي کوریا په یو ځل څلور بالستیک توغندي وتوغول.
د سویلي کوریا لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې شمالي کوریا نن د سهار په ساعتونو کې د دونګ چانګ ري د سیمې نه ۴ توغندي په یو ځل وتوغول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې توغندي د زر کیلومتره واټن نه وروسته د جاپان په سمندر کې وغورځیدل.
د بله پلوه د جاپان رسمي خبري اژانس بیا ویلي دي چې د نوموړو توغندیو نه ۳ دانې د جاپان په ځانګړي اقتصادي زون سیمه کې غورځیدلي دي.
دن یادولو وړ ده چې ځانګړی اقتصادي زون سیمه په عمومي ډول د یو هیواد د سواحلو نه پيل د سمندر په دننه کې تر ۲۰۰ سمندري میلو پورې غځیږي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د توغولو نه وروسته وویل « شمالي کوریا یو ځل بیا ټول د جدي ګواښونو سره مخامخ کړل. »
هغه د جاپان پارلمان ته په وینا کې وویل « د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندیو توغول د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده. دا اقدام تر وروستۍ درجې خطرناکه دی. »
د بله پلوه د شمالي کوریا لخوا په یو ځل د څلورو بالستیک توغندیو د توغولو نه وروسته د سویلي کوریا د ملي امنیت شورا بیړنۍ غونډه وکړه.
د سویلي کوریا د ولسمشرۍ سرپرست هانګ کیو اهن د ملي امنیت شورا ته وویل « ددې وخت رارسیدلی دی چې هر څه ژر دفاعي سیستم نصب کړو. »
د ویلو ده چې سویلي کوریا ته دفاعي سیستم د امریکا لخوا ورکړل شوی دی . د امریکا لخوا په سویلي کوریا کې د دفاعي توغندیو د سیستم نصبولو مسلې د چین هم سخت غبرګون پارولی دی .
د بله پلوه کارپوهانو ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي د اټومي سرګلولو د انتقال ظرفیت لرونکي اوږد واټنه توغندي دي.