د اسلام مبارک دین به تر ۲۰۷۰ یم کاله د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي.
دا خبره د امریکا د پيو په نامه تحقیقاتي شرکت کړې ده .
د اسلام مبارک دین به تر ۲۰۷۰ یم کاله د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي.
دا خبره د امریکا د پيو په نامه تحقیقاتي شرکت کړې ده . پداسې حال کې چې په لویدیځه نړۍ کې د اسلام سره دښمنۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده او د مسلمانانو سره ډیر بد چلند کیږي خو د امریکا نامتو تحقیقاتي شرکت ویلي دي چې د اسلام مبارک دین به چې دم ګړۍ په نړۍ د مسیحیت نه وروسته دویم لوی دین دی په لومړني لوی دین بدل شي.
د پيو تحقیقاتي شرکت ویلي دي چې د اسلام دین په نړۍ کې تر ټولو په چټکه توګه د پراختیا په حال کې دین دی. په همدې حال د دوام سره به د اسلام دین تر ۲۰۷۰ کاله د نړۍ تر ټولو په لوی دین بدل شي.
یاد شوي تحقیقاتي شرکت ویلي دي چې په نړۍ کې د مسلمانانو نفوس یو عشاریه ۶ میلیارده ده چې ددې په مقابل کې د مسیحیانو نفوس ۲ عشاریه ۷۶ میلیارده تنه دی.
تر ۲۰۷۰ یم کاله به د اسلام دین نفوس د مسیحیانو سره مساوي او حتا د مسیحیانو نه به خپله واړوي.
د پيو تحقیقاتي شرکت ویلي دي چې په چټکه توګه د اسلام دین پراختیا څو مهم لاملونه لري. د نوموړو مهمو لاملونو په سر کې د اولاد مسله ده. مسلمانانو د مسیحیانو او نورو دینونو د لارویانو په پرتله لا زیات اولاد راوړي .
دویم مهم لامل دادی چې د اسلام دین د نورو دینونو په پرتله د لا زیات ځوان نفوس خاوند دی.
د اسلام دین د نفوس له پلوه د نورو دینونو په پرتله ۷ کاله ځوان دی. یاد شوي شرکت ویلي دي چې دا مسله به د نړۍ په نفوس کومه اغیزه ونکړي . یاد شوي شرکت ویلي دي چې د مسلمانانو د نفوس د زیاتیدو سره به شمالي امریکا او اروپا په څیر سیمو ته لا زیات راکډه شي.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې د اسلام دین د په چټکه توګه د پراختیا بل لامل په امریکا او اروپا کې د مسلمانانو پر خلاف لید او چلند دی.