ټرامپ د سپینې ماڼۍ یو بل دود د خپو لاندې کړ

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  د سپینې ماڼۍ  یو بل تاریخي  دود هم  د خپو لاندې کړ.

680466
ټرامپ د سپینې ماڼۍ  یو بل دود د خپو لاندې کړ

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  د سپینې ماڼۍ  یو بل تاریخي  دود هم  د خپو لاندې کړ.

ټرامپ  ویلي دي چې سږ کال به په سپینه ماڼۍ کې د مطبوعاتو په ویاړ په جوړیدونکي  میلمستیا کې ګډون ونکړي.

د یادولو وړ ده چې  دا میلمستیا د سپینې ماڼۍ  په دود  بدله شوې ده چې  د تیرو نږدې سلو کلونو راهیسې  هر کال په منظم ډول جوړیږي.

د ۱۹۲۰ کال راهیسې  سپینه ماڼۍ هر کال  د اپریل په ۲۹ مه نیټه د مطبوعاتو د استازو په ویاړ  د میلمستیا کوربه توب کوي.

د امریکا نوي ولسمشر دونالد ټرامپ  چې  د امریکايي مطبوعاتو پر خلاف د جګړې اعلان کړی دی پدې میلمستیا کې د ګډون  نه  کولو د اعلان سره  دا جګړه لا پسې  قوي کړه.

د امریکا  ولسمشر ټرامپ  د ټولنیزې مډیا  له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې سږ کال  د اپریل په ۲۹ مه نیټه  د مطبوعاتو په ویاړ په جوړیدونکې میلمستیا کې به ګډون ونکړي.

د ویلو ده چې  پدې میلمستیا کې  د مطبوعاتو د استازو سربیره  د امریکا  نامتو سوداګر، مخورې څیرې، سیاستوال  او ولسمشر ګډون کوي. د امریکا ولسمشر د دود سره سم باید پدې مراسمو کې وینا وکړي.

د ویلو ده چې  دونالد ټرامپ  تیر کال په همدې میلمستیا کې ګډون کړی وو.

ټرامپ  امریکايي مطبوعاتو  دده پر خلاف  او په یو پلوه چلند کولو  تورنوي.

سپینې ماڼۍ  د تیرې جمعې د ورځې په خبري غونډه کې  د سي ان ان  په څیر  د ځینو نامتو خبري رسنیو  استازو ته د ګډون اجازه ورنکړه.

د سپینې ماڼۍ  دې چلند  د ټولو سخت غبرګون پارولی وو. د سپینې ماڼۍ  ددې اقدام  نه  دوه ورځې وروسته  ټرامپ  په سپینه ماڼۍ کې د مطبوعاتو په ویاړ په جوړویدونکي میلمستیا کې د ګډون نه کولو نه خبر ورکړ.



اړوند خبرونه