په کشمیر کې په هندي ځواکونو خونړی برید وشو.
د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې په هندي ځواکونو خونړی برید وشو.
678159
د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې په هندي ځواکونو خونړی برید وشو.
د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې د مقبوضه کشمیر د شوپیان په ولسوالۍ کې په هندي ځواکونو د ګزمې پر مهال د نامعلومو کسانو لخوا برید وشو.
په برید کې ۳ تنه هندي سرتیري مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول. پدې برید کې یو تن ملکي وګړي هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د هندي رسنیو د خبر له مخې د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر امنیتي ځواکونه سیمې ته راوسیدل او سیمه محاصره کړه.
هندي ځواکونو د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.