چین او روسیې د ستونزې د حل په خاطر په ګډو هڅو پیل کړی دی
چین او روسیې د افغانستان د روانې ستونزې د حل په خاطر په ګډه هلې ځلې پیل کړي دي.
چین او روسیې د افغانستان د روانې ستونزې د حل په خاطر په ګډه هلې ځلې پیل کړي دي.
مسکو د روسیې او چین په مشرۍ د روانې فبروري د میاشتې په دننه کې د افغانستان د جوړجاړي په موخه سیمه ایزې سرمشریزې ته تیاری نیسي.
د ویلو ده چې په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو په ګډون د سرمشریزې د جوړیدو مسله د افغانستان او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې نه وروسته راڅرګنده شوه.
د روسیې مطبوعاتو د بهرنیو چارو د وزارت د جګپوړو چارواکیو له قوله ویلي دي چې د مسکو د فبروري د میاشتې په دننه کې د افغانستان په اړه سرمشریزې ته تیاری نیسي.
پدې سرمشریزه کې به د اسیا ۶ هیوادونه ګډون وکړي. په سرمشریزه کې به افغانستان، پاکستان، روسیه، چین، ایران او هندوستان ګډون وکړي.
په سرمشریزه کې د امریکا د ګډون ورکولو او نه ورکولو په اړه ډول ډول خبرونه خپاره شوي دي.
د روسیې خبري رسنیو ویلي دي چې امریکا ته پدې سرمشریزه کې د ګډون په خاطر بلنه نده ورکړ شوې. خو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي بیا ویلي دي چې « امریکا د افغانستان په اړه د خپل پلان د اعلانولو نه وروسته کولی شي چې پدې سرمشریزه کې ګډون وکړي . »
د ویلو ده چې روسیې د سوریې د ستونزې د حل په خاطر د پیل کړو هلو ځلو نه وروسته دا ځل د افغانستان مسلې ته لاس اوږد کړ. روسیې د روان میلادي کال د جنوري د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې په قزاقستان کې د سوریې په اړه د سولې مذاکرات پیل کړ.
په قزاقستان کې د سوریې په اړه سولې مذاکرات بیا د روسیې او ترکیې په مشرۍ جوړ شوي وو. روسیه او چین غواړي چې پدې ډول سره په نړۍ کې د امریکا سیاسي واک کمزوری کړي.