د مسجد سوځوونكي ته د ۳۰ كلونو بند سزا

د امريكا د متحدو ايالتونو د فلورېډا په ايالت كې محكمې د يو مسجد سوځوونكي ته د ۳۰ كلونو بند سزا اورولې ده.

668313
د مسجد سوځوونكي ته د ۳۰ كلونو بند سزا

 

 

ددې ايالت د فورټ پيرس په ښار كې يوې محكمې  د جوزېف مايكل شريبر په نامه يو تن ۳۲ كلن شخص ته چې د يو مسجد په سوځولو تورن شوى دى، د ۳۰ كلونو بند د سزا تر څنګ په ۱۰ زره ډالرو جريمه كړه.

شريبر په محكمه كې په خپل جرم د اعتراف ترڅنګ د پېښې له امله بښنه هم غوښتې وه خو له سزا ونه ژغورل شو.

ويل كيږي چې پدې ښار كې سوځول شوي مسجد ته د اورلانډو پر نايټ كلب باندې بريد كوونكى افغان الاصله امريكايى عمر متين هم تللى وو.

شريبر چې د جرمونو سابقه هم لري د ټولنېزې ميډيا له لارې د اسلام ضد پيغامونه يې هم خپاره كړي دي. نوموړي مسجد او اسلامي مركز ته اور اچولى وو چې لږ تر لږه ۱۰۰ زره ډالره مالي زيان يې ورته اړولى وو.

شريبر چې په محكمه كې ځان د `` مقاومت كوونكي يهودي`` په توګه معرفي كړ، د تېر كال د سپتمبر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د پوليسو لخوا ونيول شو.


پيوندونه: #امريكا , #مسجد

اړوند خبرونه