لیندسي لوهان : قرانکریم زما لپاره یواځنی تسلي دی.

د هالیود سینما  ټکړه  لوبغاړې  او هنري څیرې  لیندسی لوهان  چې  اسلام او اسلامي هیوادونو ته  مخه کړې ده  د اسلام او مسلمانانو سره  د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

666599
لیندسي لوهان : قرانکریم زما لپاره یواځنی تسلي دی.

د هالیود سینما  ټکړه  لوبغاړې  او هنري څیرې  لیندسی لوهان  چې  اسلام او اسلامي هیوادونو ته  مخه کړې ده  د اسلام او مسلمانانو سره  د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه  وویل چې قرانکریم  زما لپاره تر ټولو  ښه تسلي  دی. د قرانکریم د تلاوت  پر مهال  د ارامۍ  احساس کوم.

لوهان  دا څرګندونې  د کویټ  د یو تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. لوهان د کویټ د نامتو ویاند  سیوار شعیب سره  په مرکه کې  ویلي دي چې  لمونځ کوي  او سږکال يي  درې روژې هم  نیولي دي.

هغې د ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې  لمونځ کوې  او روژه نیسې ؟ داسې وویل، هو د خپل وس او توانه پورې لمونځ کوم. سږکال مې د یو کویټي ملګري سره  یو ځای  درې روژې ونیولې. روژه نیول ګرانه خبره ده  خو  انسان ته ارامش  ورکوي.

لوهان  په انټرنټ کې  د هغه د خپور شوي هغه انځور په اړه چې قرانکریم يي په لاس کې نیولی دی  د پوښتنې په ځواب کې وویل، پدې عکس کې چې تاسې ګورۍ  دلته  زما هدف  یواځې یو کتاب په لاس کې نیول ندي. ځکه چې قرانکریم  زما لپاره تر ټولو ښه تسلي  دی. ماته  ډاډ  راکوي.

۳۰ کلنې  هنرمندې  او تکړه سیمايي څیرې  وویل چې « په انټرنټ کې  د قرانکریم سره  سره د عکس د خپریدو نه وروسته په امریکا کې  خلکو زما په اړه  ډیره څه ولیکل، ډیرې سپکې او سپورې خبرې راته ولیکلې. دې ډول  سپکاوي  زه  ډیره  خواشینې کړې وم. 

لوهان  وویل چې  د وخت په پیدا کولو سره  د قرانکریم د تلاوت  هڅه کوم. د ټیلیفون له لارې  تل قرانکریم  اورم. په عربي ژبه مې د قرانکریم په لوستلو پیل کړی دی. ۱۵ پاڼې مې لوستي دي. په عربي ژبه د قرانکریم د ځینو ایتونو د لیکولو هڅه کوم.

لوهان  د ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د قرانکریم د تلاوت  یا اوریدو پر مهال څه ډول احساس کوې؟ داسې وویل، د ارامش  احساس کوم. ځان په امن کې احساسوم.

د ویلو ده چې  لیندسي لوهان  د تیر یو کال په دننه کې دوه ځلې  استانبول ته راغله. یو څه موده مخکې د ترکیې ولسمشر او میرمن يي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د لیندسي لوهان سره  د سوري کډوالو سره  د مرستې  او هغوې سره د ښودلي شفقت له امله لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې  ځینو سوري کډوالو هم  ګډون کړی وو.



اړوند خبرونه