ټرمپ ته د طالبانو خبرداری!

طالبانو د امریکا نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته چې تېره ورځ یې سوګند یاد کړ، خبرداری ورکړی دی چې که چې په افغانستان کې د امریکا پخواني سیاست ته دوام ورکړي نو بریالی به نشي.

656668
ټرمپ ته د طالبانو خبرداری!

 

طالبانو د يوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه چې ټرمپ یو متنازع شخصیت دی. د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په خپره شوې اعلامیه کې له ټرمپ غوښتل شوي دي چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانۍ ادارې ناسم سیاستونه پرېږدي تر څو خپل هېواد وژغوري او د افغانستان یرغل پای ته ورسوي. په اعلامیه کې د ټرمپ له کابینې غوښتل شوي دي چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې که چېرې ټرمپ هم د افغانستان په اړه د بوش او اوباما سیاستونو ته دوام ورکړي نو ډېر ژر به خپل سر وخوري او د افغانستان ستونزه به نوره هم اوږده شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د سوګند په مراسمو کې د وینا پر مهال د ترهګرۍ سره په اغېزمنې مبارزې ټینګار وکړ. نوموړي همداراز د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم په نړۍ کې د ترهګرو پر وړاندې د سخت دریځ د خپلولو ګواښ کړی وو.

که  څه هم ټرمپ تر اوسه پورې په مشخصه توګه د افغانستان د سیاسي چارو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده خو داسې ښکاري چې د ترهګرۍ په اړه به عملي ګامونه پورته کړي.



اړوند خبرونه