اوباما خپل نوي كور ته كډه وكړه
د امريكا پخواني ولسمشر باراك اوباما وروسته له هغه چې سپينه ماڼۍ نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته تسليم كړه، په پلازمېنه واشنګټن كې يو كور په كرايه ونيولو.
656146
د امريكا پخواني ولسمشر باراك اوباما وروسته له هغه چې سپينه ماڼۍ نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته تسليم كړه، په پلازمېنه واشنګټن كې يو كور په كرايه ونيولو.
اوباما به د خپل تقاعد موده پدې كور كې تېره كړي. دا كور چې ۹ كوټې او اته تشنابونه لري، د اوباما لخوا په كرايه نيول شوى دى.
دا كور چې ټول ارزښت يې ۵،۳ ميليونه ډالره دى، د امريكا د بل پخواني ولسمشر بېل كلنټن د وياند دى چې اوس يې اوباما ته په كرايه وكړى دى.
اوباما په دې كور كې د خپلې ۱۴ كلنې لور ساشا د لېسې د زده كړو د پاى ته رسېدلو پورې پاتې شي او بيا وروسته به سانفرانسيسكو ته كډه وكړي.