د اروپا نه  څه باندې ۳۰۰۰ تنه  د داعش سره یو ځای شوي دي.

د داعش په لیکو کې په زرګونو تنه اروپايي ترهګرو جنګیږي

654901
د اروپا نه  څه باندې ۳۰۰۰ تنه  د داعش سره یو ځای شوي دي.

د اروپا نه  څه باندې ۳۰۰۰ تنه  جنګیالي د داعش ترهګرې ډلې سره  یو ځای شول.

د فرانسې د لي فیګارو ورځپاڼې  د نوموړي هیواد د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې  د ادارې  چارواکي  لویس ګارنیر له قوله لیکلي دي چې  د اروپا نه څه باندې ۳۰۰۰ تنه  جنګیالي د داعش سره  یو ځای شوي دي.

هغه ویلي دي چې په اروپا کې  یواځې د فرانسې نه  ۷۰۰ تنه جنګیالي  د داعش ترهګرې ډلې سره  یو ځای شوي دي.

هغه ویلي دي چې  تر اوسه پورې په سوریه او عراق کې  ۲۳۲ تنه  فرانسوي داعشیان په جګړو کې وژل شوي دي.

ددې سربیره د سوریې او عراق نه  څه باندې ۲۰۰ تنه فرانسویان  چې د داعش سره یو ځای شوي وو بیرته هیواد  ته راستانه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې  د ۲۰۱۵ کال  د جنوري په ۱۵ مه نیټه  په پلازمنیه پاریس کې د شارلي هیبدو په مجلې  د برید سره  ۷ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل.

همداشان داعش  د ۲۰۱۵ کال  د نوامبر د میاشتې په ۱۳ مه نیټه  یو ځل بیا په پاریس کې د کنسرت په سالون  وسله وال برید وکړ او ۱۳۰ تنه يي ووژل. پدې برید کې ۳۵۰ تنه ټپیان شوي وو.

داعش  د ۲۰۱۶ کال  د جولای په ۱۴ مه نیټه  یو ځل بیا  د فرانسې په نیس ښار کې  په خلکو برید وکړ چې ۸۴ تنه يي ووژل.

 


پيوندونه: #داعش , #اروپا

اړوند خبرونه