په هالنډ كې پر يو مسلمان ښوونځي وسله وال بريد
د هالنډ په پلازمېنه امستردام كې د الصديق اسلامي ښوونځي باندې وسله وال بريد وشو.
650059
دا بريد په داسې حال كې ترسره شوى دى چې ښوونځى د نوي كال له امله رخصت وو. د همدې امله چا ته پكې ځاني زيان نه دى رسېدلى.
د ښوونځي چارواكو څرګنده كړه چې په ودانۍ باندې لږ تر لږه ۸ مرمۍ لګېدلي دي.
پوليسو څرګنده كړه چې د بريد د عاملينو په اړه كره معلومات په لاس كې نه لري خو دا بريد د نوي كال په شپه ترسره شوى دى.
د بريد په اړه څېړنې پيل شوي دي.